Review Muhammad Gul Khan Momand پښتون وزیر محمد ګل خ

Why Choose Muhammad Gul Khan Momand پښتون وزیر محمد ګل خان مومند In South-andaman In Andaman-and-nicobar-islands

50% People Answered Yes & No For the Poll. No Clear Majority!!

Like Rating

1 Votes

Dislike Rating

1 Votes

Rate This location on below categories

Professionalism, Communication skills, Reputation, Social media presence, Brand image, Public engagement, Authenticity, Charisma, Impact on society, Public perception

1 Votes
1 Votes

Muhammad Gul Khan Momand پښتون وزیر محمد ګل خ


Others


South-andaman, Others


Andaman-and-nicobar-islands, India - 744104


noreply@vimarsana.com

Detailed description is سمبالګر: قدير, عثمان منصور انصاري.

Established in the recent years Muhammad Gul Khan Momand پښتون وزیر محمد ګل خان مومند in south-andaman, andaman-and-nicobar-islands in india.

This well-known establishment acts as a one-stop destination servicing customers both local and from other parts of the city...

Frequently Asked Questions About This Location

Qus: 1). what is the mode of payment accepted ?

Ans: Cash , Credit Card and Wallets

Qus: 2). What are the hours of operation ?

Ans: Open all days mostly from 9:30 to 8:30 and exceptions on Sundays. Call them before going to the location.

Qus: 3). Do they have online website?

Ans: Yes. They do. Website is - Website Link

Qus: 4). What does the local business do?

Ans: ستر پښتون وزیر محمد ګل خان مومند د ويکيپېډيا لخوا ستر پښتون وزیر محمد ګل خان مومند د محمد خورشيد خان زوى د مومند خان لمسې، دعبدالكريم كړوسې،په خټه وديزى مومند، په وديزو كې حسن خېل و. دې په ۱۳۰۳ هجري سپوږميز كال د كابل د اندرابيو په كوڅه كې زېږېدلى دى. زده کړې لومړنۍ زده كړې يې په ځانګړې ډول وكړې او بيا په ۱۳۲۷ هجري سپوږميز كال د حربي ښوونځي په دوهم ټولګي كې شامل شو. په پينځه كلو كې يې خپل عسكري ښوونه سرته ورسوله. دندې او پوځي ماموریتونه او پس له هغه د اردليانو په غونډ كې د كوميدان په رتبه وټاكل شو. دغه وخت يې هم شاهي ټولګي ته درس وركاوه او هم يې د حربي ښوونځي د سرښوونكي دنده ترسره كوله. ددغه خدمت له مخې د سپه سالار صالح محمد د ياور په توګه وټاكل شو او بيا د شاهي ګارډ قومندان شو. يو څه وخت يې په تركيه كې د افغاني سفارت د نظامي اتشه په توګه خپله دنده ترسره كړه. محمد ګل خان مومند په ۱۳۰۰ هجري لمريز كال د مجموعه عسكري د مجلې مديريت هم كړې، چې د دفاع د وزارت لخوا خپرېده. دې په ۱۳۰۳ل كال د پكتيا د عسكري قومندان او اعلى حاكم په توګه وټاكل شو. په ۱۳۰۶ ل كې د مزار شريف د ملكي پلټنې د رييس په توګه او بيا د ننګرهار د عسكري قومندان په توګه وټاكل شو. د سقوي انقلاب په وخت كې يې لومړې له سردار محمد هاشم خان سره او بيا يې په پكتيا كې د سردار محمد نادرشاه سره په كلكه ملا وتړله او په زړه پورې خدمتونه يې سرته ورسول. د هېواد د نجات نه وروسته د سردار محمد هاشم خان په كابينه كې د كورنيو چارو وزير په توګه وټاكل شو، خو ورسره يې لومړې په ننګرهار ولايت كې او بيا د پروان په ولايت كې د تنظيمه رييس چارې ترسره كړې. په دغو ولايتونو كې يې چې پوره كلاري راوستله، نو په ۱۳۱۱ل كال د كندهار او فراه د ولايتونو د تنظيم لپاره ولېږل شو. په ۱۳۱۳ل كې د كتغن، بدخشان، مزار شريف او مېمنې د ولايتونو د تنظيمه رييس په توګه وټاكل شو. په هرځاى كې يې خپله اسلامي او پښتني دنده په پوره ايماندارۍ ترسره كوله، او د خپلو ښو خدمتونو له مخې د لمر په اعلى لوړ نښان ونازول شو. دې په ۱۱۹ل كال د دولت د وزير په توګه وټاكل شو او پس له دغه وخت نه يې نور عمل په خپل كال كې د پښتو ژبې په علمي او ادبي خدمت كې تېر كړ. مومند بابا تر ۱۳۲۷ل كاله پورې په سمنګان كې اوسېده. بيا په دغه كال د غازي شاه محمود خان د صدارت په وخت كې كابل ته راغى او پاتې عمر يې په كابل، ننګرهار كې په خپله خوښه تېراوه. څو ژمي يې د كونړ په نرنګ كې او نور ژمي يې په خپل اصلي ټاټوبي (ګولايي) كې تېر كړل، خو په اوړي كې به تل كابل ته راته او په دې ډول يې د خپل كوچاني ژوند كړۍ هم ټينګه ساتله. مومند بابا په ۱۳۳۴ل كال د لويى جرګې د رييس په توګه غوره شو او خپله پښتنۍ دنده يې په ښه ډول ترسره كړه. ادبي ژوند او لیکنې 1. پښتو سيند(پښتو قاموس) 1. د پښتو د ژبې لياره (پښتوصرف او نحوه ) 2. لنډه كۍ پښتو(نظرياتو مجموعه ) 3. پښتني روزنه (تعليم او تربيه ) 4. پښتو،پښتونواله( پښتني فرهنګ ) 5. د پښتو لويه نحوه(معاني او بيان) 6. د پخلي ډولونه(د پخلي ښوونه) محمد ګل بابا د خپل عمر په دوران كې خورا ډېر علمي او عمراني خدمتونه كړي دي. په قندهار كې د محمديه مدرسي تاسيس، د پښتو د ادبي انجمن جوړول، د طلوع افغان د ورځپانې پښتو كول، د ښوونځيو ودانول، د ځوانو ليكوالو روزنه ، د ميرويس نيكه د مزار وداني، د سړكونو او لارو وداني او داسي نور . مړینه دغه ننګيالي، توريالي، خبرلوځ او جرګه مار پښتون آخر د ۱۳۴۳ل كال د زمري د مياشتې په ۲۷مه نيټه د سه شنبې په ورځ د سهار په اتو بجو د ۸۰كالو په عمر د بريكوټ په يوه كرايي كور كې لدې فاني نړۍ سترګې پټې كړې او په پوره درناوي او عزت د كابل شهداى صالحينو په هديره كې خاورو ته وسپارل شو. دده په جنازه كې د كابل لوى، لوى خلك، ملكي او نظامي جګپوړي مامورين او نور ډېر علاقه مندان راغلي ول. د مومند بابا فاتحه د پوهنې وزارت لخوا د زمري په ۲۸مه، ۲۹مه د شېرپور په جامع جومات كې واخيستل شوه. په دې فاتحه كې د وخت واكمن ظاهرشاه هم ګډون كړې و. اولادونه: مومند بابا اولاد نه درلود، يواځې يوه لور ورنه پاتې ده چې په خپل ژوند يې د لالپورې صالح محمد تركزي ته وركړې وه.

Qus: 5). What is the phone number of the location?

Ans: Phone: ۱۳۰۳ هجري سپوږميز كال